ټرمپ وايي په پاکستان کې له ایران سره خبرې ممکن په دوو ورځو کې بیا پیل شي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ ویلي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له ایران سره خبرې ممکن په راتلونکو دوو ورځو کې په پاکستان کې بیا پیل شي.ټرمپ وویل: "تاسو باید هلته پاتې شئ، ځکه چې په راتلونکو دوو ورځو کې یو څه پیښ کیدی شي او موږ ډیر لیواله یو چې هلته لاړ شو."هغه زیاته کړه چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر په خبرو اترو کې "ښه کار" کوي.ولسمشر وویل: "هغه ډېر ښه دی او له همدې دا احتمال چې موږ بیا هلته لاړ شو ډېر دی.»مخکې له دې، ځینو راپورونو کې راغلي دا خبرې چې لومړی پړاو یې شنبه په اسلام اباد کې بې نتیجې پای ته ورسېد ممکن دویم دور یې پنجشنبه پیل شي.