ټرمپ وايي ایران سره د اوربند د تمدید پلان نلري بلکه یوې هوکړې ته رسیدل غوره ګڼي
د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ وايي ایران سره د اوربند د تمدید پلان نلري بلکه یوه هوکړه به غوره وي.
هغه دا خبره ABC نیوز خبري شبکې سره په مرکه کې وکړه.
ټرمپ ددغې رسنۍ خبریال جاناتان کارل ته وویل " امکان لري هره پیښه وشي خو زه په دې باور یم چې یوې هوکړې ته لاسرسی غوره ځکه دی چې په دې صورت کې به هغوی خپل هیواد ورغوي. "
دامریکا او ایران ترمینځ د اوربند لومړۍ اونۍ پای ته ورسیده او سر له نن چهارشنبه داپریل ۱۵ یې دوهمه اونۍ پیل شوه.
بلخوا فایننشیل ټایمز ورځپاڼه رپوټ ورکوي چې ایران د امریکا په اډو باندې خپلو وروستیو بریدونو کې د چین دیوې استخباراتی سپوږمکۍ له امکاناتو کار اخیستی دی.
دغې ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ په یوه رپوټ کې ادعا وکړه چې ایران د جګړې په جریان کې په پټه د چین دیوې استخباراتي سپوږمکۍ څخه په کاراخیستلو په منځني ختیځ کې امریکايي اډو باندې د بریدونو لپاره نوي امکانات ترلاسه کړل.
ورځپاڼه ادعا کوي چې دغه معلومات یې د "افشا شویو اسنادو" څخه ترلاسه کړي دي.