پولنډ کې افغان پناه غوښتونکې له نامعلوم برخلیک شکایت کوي
پولنډ کې یو شمېر افغان پناه غوښتونکې له نامعلوم برخلیک، رواني فشارونو او د ډیپورټ له دوامداره ګواښه شکایت کوي.
دوی وايي چې له میاشتو راهیسې د پناه غوښتونکو په توقیفي مرکزونو کې ساتل کېږي او پرته له دې چې د دوی د پناه غوښتنې برخلیک روښانه شي، هره ورځ د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.