د پاکستان د پوځ مشر تهران ته ولاړ
د پاکستان د پوځ مشر د یوه سیاسي- امنیتي پلاوي په مشرۍ د چهارشنبې په ماښام تهران ته ولاړ.ایران وایي چې عاصم منیر د تهران او واشنګتن ترمنځ د سولې د دوهم پړاو خبرو د پيلیدو په هدف ایران ته د امریکا پیغام رسوي.رویټرز اژانس څرګندوي چې له فیلډ مارشال منیر سره په دې سفر کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم مل دی.ایران وایي چې پاکستاني سرچینو ورته ویلي دي چې په راتلونکو ورځو کې به په اسلام اباد کې د ایران او امریکا تر منځ د روغې جوړې مذاکرات بیا پيل شي.د یکشنبې په ورځ د امریکا او ایران د استازیو ترمنځ په اسلام اباد کې د روغې جوړې خبرې بې نتیجې پای ته رسیدلې وې.