۱۶ ولایتونو کې ښوونیز مرکزونه تړل کیږي؛ زده کوونکي څه نظر لري؟
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د پلازمېنې کابل په ګډون په ۱۶ ولایتونو کې د دوو اوونیو لپاره ټول ښوونځي، پوهنتونونه او ښوونیز مرکزونه تړلي اعلان کړل. د دغه وزارت چارواکي وایي، دا پرېکړه یې د کرونا ویروس د نوې څپې د پراختیا د مخنیوي لپاره کړې ده. د دغه وزارت سرپرست وحید مجروح د شنبې (د غبرګولي ۸مه) په ورځ په کابل کې د پوهنې او لوړو زده کړو وزارت له چارواکو سره يوې ګډې خبرې غونډې ته وویل: "موږ ته ویل کېږي چې تاسو درک نه لرئ، اقتصادي نظام او د ټولنې وضعیت له ستونزو سره مخ کوئ، خو ټولنیز واټن... Читать дальше...