له اذربایجان او ارمنستان د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اوربند غوښتنه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر اذربایجان او ارمنستان غږ کړی چې اوربند په کلکه رعایت کړي. دې شورا په خپله پرونۍ غونډه کې د نګورنو قرهباغ د لانجمنې سیمې د وضعیت په اړه بحث وکړ. د امنیت شورا ۱۵ غړو د دواړو لورو ترمنځ د اوربند د رعایت په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترش پر غوښتنه ټینګار وکړ. فرانسپرس خبري اژانس د یوه ډیپلومات له قوله راپور ورکړی دی چې وايي د امنیت شورا ټولو غړو دا ومنله چې په نګورنو قرهباغ کې وضعیت کړکېچن دی او د دواړو خواوو ځواکونه باید په شا تګ وکړي او اوربند ته غاړه کېږدي. Читать дальше...