د سریلانکا لنکن کرکټ غوره لیګ لپاره ۲ افغان لوبغاړي واخیستل شول
په سریلانکا کې د لنکن غوره لیګ ۲۰ اوریزو کرکټ لوبو لپاره دوه افغان لوبغاړي اخیستل شوي دي.
د دوشنبې په ورځ نوینالحق د کنډې ټسکرز او حضرتالله ځاځی د ګال ګلیډیېټرز لوبډلې واخیستل.
دا پروسه په انلاین بڼه ترسره شوه.
دا ۲۰ اوریزې سیالۍ به د نومبر له ۲۱مې په سریلانکا کې پیلېږي او د ډسمبر تر ۱۳مې دوام کوي.