په ځینو هېوادونو کې د کرونا ویروس پېښې بیا زیاتې شوي
په اروپايي هېوادونو کې د کرونا ویروس پېښې په زیاتېدو دي او په یو شمېر هېوادونو کې د وروستیو ورځو مثبتې پېښې د دې وبا له پیله تراوسه پورې د شمېر له پلوه بې سارې بلل شوي دي. اروپايي اتحادیه او بریتانیا په متوسط ډول د ورځې نږدې ۴۸ زره نوې پېښې ثبتوي. فرانسې پرون (شنبه) څه کم ۱۷ زره پېښې ثبت کړې چې دا د اپرېل له میاشتې را په دې خوا په یوه ورځ په دې هیواد کې تر ټولو لوړ شمېر و. له دې سره په فرانسه کې په کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر تر ۶ لکه ۶۰ زره واوښت. بریتانیا پرون د کویډ۱۹ نږدې ۱۳ زره نوې پېښې ثبت کړې. Читать дальше...