نېشنل انټرسټ: په افغانستان کې تر سولې مخکې ډېر خنډونه پاتې
نېشنل انټرسټ
د نېشنل انټرسټ خپرونې د افغانستان د سولې په اړه يوه ليکنه خپره کړې چې سرليک يې دی 'په افغانستان کې تر سولې مخکې ډېر خنډونه پاتې دي.'
خپرونه ليکي، هغه خبرې چې د سپټمبر په ۱۲مه دوحه کې پيل شوې، تر اوسه پورې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ په رسمي خبرو نه دي بدلې شوي.
نېشنل انټرسټ د خپلې لیکنې په يوه برخه کې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد څرګندونو ته اشاره کړې چې د دوحې د مذاکراتو تر پيل مخکې يې ويلي وو، د خبرو ګډوډونکي نه غواړي د سولې بهير مخکې ولاړ شي او داسې خلک شته چې اوسني وضعيت ته د سولې د هوکړې په پرتله ترجيح ورکوي.
د ليکنې د لیکوال په باور د خبرو د ګډوډونکو د موجوديت يو سبب، د جګړې د اقتصاد د تامين لپاره د اوسني وضعيت دوام دی.
د لېکنې په دوام کې د داعش په څېر ترهګرو ډلو ته د سولې د ګډوډونکو په توګه اشاره شوې او ويل شوي چې دا ډلې په وروستيو څو مياشتو کې د تاوتريخوالي د ډېرو پېښو مسئولې دي.
نېشنل انټرسټ ليکي، يو بل ګډوډونکی لوری ښايي خپله طالبان واوسي چې د لیکوال په باور د اسلام څخه په خپل ځانګړي تعبير مشهور دي.
خپرونه همدارنګه ليکي چی په دوحه کې د طالب مشرانو وروستۍ څرګندونې ښيي چې دوی د پخوا په مقايسه يو څه ازاد نړۍ ليد خپل کړی، خو لیکوال وايي، راتلونکو اونيو او مياشتو کې به روښانه شي چې په طالبانو کې څه بدلونونه راغلي.
ايرو ايشيا
ايرو ايشيا هم د افغانستان د سولې په اړه ليکنه خپره کړې.
خپرونه وايي، طالبان او د جمهور رییس غني حکومت ښايي يو ځل بيا يو په ټپه ولاړ حالت ته ورسېږي، ځکه د لیکنې په باور متحده ايالتونه له طالبانو سره له اوږدې او خونړۍ جګړې وروسته غواړي له افغانستانه ووځي او اشرف غني او طالبان خپله د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.
امريکا د فبروري مياشت کې له طالبانو سره د لاسليک شوي تړون له مخې منلې چی په ۱۴ مياشتو کې به له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي.
د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پيل هم د همدې تړون برخه ده.
دا خبرې نږدې مياشت مخکې په دوحه کې پيل شوې خو تراوسه د دواړو خواوو ترمنځ د تماس ډلې پر کاري کړنلاره هوکړې ته نه دي رسېدلي.
ايرو ايشيا ليکي د ښځو د حقونو په اړه پر اختلافاتو سربېره دا هم يوه مسئله ده چې ايا په افغانستان کې به په يو دايمي اوربند هوکړه وشي کنه.
د لیکنې لېکوال اټکل کوي، چې ښايي مرکچيان پر ګڼو اصولو هوکړه وکړي، خو په جمهوري نظام هوکړه به ځکه ستونزمنه وي چې طالبان اوس هم ځانته اسلامي امارت وايي.