د چین په جنوب زلزلې لږترلږه ۱۲ کسان وژلي
د چین په جنوب لویدیځ کې یوې زورورې زلزلې لږترلږه دولس کسان وژلي او له ۱۳۰ زیات نور کسان یې ټپیان کړي دي. چینايي چارواکي وايي، د دې زلزلې شدت د ریښتر په مقیاس ۶ درجې و او تېره شپه ناوخته یې د سیچوان ایالت «یي بین Yibin» ښار ته نژدې سیمې ولړزولې. ویل شوي چې د سیمې له زیانمنو کورونو څخه له څلور زرو زیات خلک ایستل شوي دي. د راپورونو له مخې اصلي زلزلې وروسته بیا څلور نور شدید ټکانونه هم درلودل. د چین دا سیمه د سختو زلزلو له کبله مشهوره ده.