د ملي امنیت سلاکار روسیه کې د جګپوړو چارواکو غونډه کې ګډون کوي
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب به نن سې شنبه په روسیه کې د جګپوړو امنیتي چارواکو په لسمه غونډه کې ګډون وکړي.
پهدې غونډه کې د نړۍ پر امنیتي مسئلو خبرې کېږي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند طارق ارین تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: " افغانستان د ملي امنیت سلاکار چې د روسیې په بلنه اوفا ښار ته تللی دی، نن سې شنبه د نژدې ۱۰۰ هېوادونو د جګپوړو امنیتي استازو په غونډه کې وینا کوي."
مسکو په وروستیو کې د طالبانو او یو شمېر افغان سیاستوالو د دوو غونډو کوربه توب کړی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د مې د میاشتې په ۲۸مه نېټه د مسکو په دوهمه غونډه کې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو غوښتنه وکړه.