محمد مُرسي د قاهرې په یوه روغتون کې ساه ورکړه
د مصر پخوانی ولسمشر محمد محمد مُرسي د دوشنبې په ورځ د قاهرې په یوه روغتون کې ساه ورکړه.
د مصر قضايي او امنیتي سرچینې وايي، مُرسي د محکمې د غونډې په ترڅ کې بې حاله شو او روغتون ته یووړل شو.
یوې قضايي سرچینې وویل، مُرسي مخکې تردې چې بې سده شي، ۲۰ دقیقې په محکمه کې خبرې وکړې.
د دې سرچینې په وینا محمد مُرسي ډېر ژر روغتون ته ورسول شو او هلته مړ شو.
مُرسي د مصر لومړنی ولسمشر و چې په ۲۰۱۲ میلادي کال د ازادو انتخاباتو له لارې غوره شو.
دی په ۲۰۱۳ میلادي کال له پراخو اعتراضونو وروسته د پوځ له لوري له واکه وپرزول شو.
مُرسي له هماغه وخته وروسته بندي و او څو ځلي محکمې ته حاضر کړای شوی و.