رستمي: سږکال په ۱۶ ولایتونو کې د مېوو بڼونه جوړېږي
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي چې سږکال به په ۱۶ ولایتونو کې د مېوو بڼونه په ځانګړي توګه د انګورو تاکونه جوړ شي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا بڼونه په عصري ډول جوړېږي. نوموړي زیاته کړه چې ټاکل شوې سږکال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۲۳۵ ممیز خونې هم جوړې شي چې د نوموړي په خبره د بزګرانو د عوایدو د زیاتېدو او د ممیزو د تولید د معیاري کېدو لامل وګرځي. د ښاغلي رستمي په خبره، پهدې وروستیو کلونو کې شاوخوا ۲ زره عصري ممیز خونې جوړې شوي دي.