امریکا: ښايي روسیې داسې اټمي ازموینې کړي وي چې اغېز یې کمزوری وي
د امریکا د متحد ایالاتونو یو پوځي چارواکی وایي، د امریکا استخباراتي ادارې پهدې باور دي چې احتمالاً روسیې داسې اټمي ازموینې کړي دي چې اغېز یې کمزوری وي.
د امریکا د پوځي استخباراتو د ادارې مشر جنرال رابرټ پي اشلي زیاته کړه چې ښایي دا له یوه ستر نړیوال تړون څخه سرغړونه وي.
جنرال پي اشلي پرون د چهارشنبې په ورځ دا خبره هم وکړه چې روسیه د ۱۹۹۶ میلادي کال د تړون ژمنو ته لېواله نهده. د دې تړون له مخې په هر راز شرایطو کې باید ټولې اټمي ازموینې ودرول شي.
د اټمي وسلو د ازموینو د مخنیوي تړون روسیې او امریکا لاسلیک کړی دی، خو روسیې تصویب کړی او امریکا لا نهدی تصویب کړی.
روسیې تر اوسه د امریکا د دې څرګندونو په اړه څه نهدي ویلي.