حمدالله محب پاکستان کې له جنرال باجوه سره پر سوله غږېدلی
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په راولپنډۍ کې د پاکستان له لوی درستیز سره پر سوله او د سیمې پر ثبات خبرې وکړې.
حمدالله محب له جنرال قمر جاوید باجوه سره د خپلې پرونۍ لیدنې کتنې په اړه په ټویټر کې لیکلي دي چې دواړو لوریو موافقه وکړه چې ملي لومړیتوبونه باید له سیمهییزو لومړیتوبونو سره همغږه شي او ټولې هڅې د ګډو لاسته راوړنو لپاره وشي.
ښاغلی محب زیاتوي چې پر دې ټینګار وشو چې تماسونه ادامه پیدا کړي، څو په سیمه کې سوله او ثبات ټینګ شي.