امریکا،سعودي او متحده عربي اماراتو پر ایران فشار زیات کړی
امریکا او په منځني ختیځ کې یې مهمو متحدانو، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو پر ایران فشار زیات کړي.
درې واړو هېوادونو د هر ډول بریدونو پر وړاندې خبرداری ورکړی او په خپلو کې یې د تهران د سیمهییزو فعالیتونو پرضد د همکارۍ د پیاوړي کولو تدابیر زیات کړي دي.
د چهارشنبې په ورځ پهدې اړه څرګندونې او اقدامات پهداسې حال کې کېږي چې د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ زیاتیدونکې ترینګلتیا د ممکنه پوځي کړکېچ د رامنځته کیدو اندېښنې زیاتې کړي دي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټون ایران ته خبرداری ورکړی چې په فارس خلیج د امریکا یا د متحدانو پر ګټو هر ډول بریدونه به یې د واشنګټن سخت عکس العمل راپورته کړي.
دا خبرداری په سیمه کې د تاوتریخوالي د یو لړ پېښو او دلته د امریکا د پوځي حضور له پیاوړتیا وروسته ورکول کېږي.
په عین حال کې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر ابراهیم الاصف په جده کې د اسلامي همکارۍ د هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډې ته وویل: "په یمن کې د حوثي یاغیانو سره د تهران ملاتړ د نورو هېوادونو په چارو کې د ایران د مداخلي ثبوت دی او اسلامي هېوادونه باید دا ډول چلند رد کړي."
ګڼ خلک په یمن کې د ایران د ملاتړ لرونکي حوثي یاغیانو او د سعودي ملاتړ لرونکي یمني حکومت ترمنځ کورنۍ جګړې ته د ایران او سعودي ترمنځ د یوې نیابتي جګړې په سترګه ګوري.
بلخوا د امریکا متحده ایالاتونو او د خلیج یو بل متحد یې عربي متحدو اماراتو اعلان کړی چې د دواړو ترمنځ د دفاعي همکارۍ د هغه تړون عملي کېدل پیل شوي چې د دې کال په پیل کې لاسلیک شوی و.