کابل کې د امریکا سفیر د ولسمشرۍ انتخاباتو پر شفافیت ټینګار وکړ
په کابل کې د امریکا د متحد ایالاتونو سفیر د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو پر شفافیت ټینګار وکړ.
جان بس په ټویټر کې د افغانستان د انتخاباتو له خپلواک کمیسیونه غوښتې دي چې د دې انتخاباتو د بودجې غم وخوري، په کومو برخو کې چې مامورین کم وي هغه دې پوره کړي، خپل کسان دې وروزي او د ښځو د تلاشي لپاره دې مېرمنې استخدام کړي.
په کابل کې د متحد ایالاتونو سفیر دا خبرې په ټویټر کې وروسته تردې لیکلي دي چې پرون د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانی اعلان وکړ چې د تلې په شپږمه به درې ټاکنې نهکېږي یوازې به د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شي.
پخوا ټاکل شوې وه چې په همدې نېټه د ولایتي شوراګانو انتخابات او د غزني د ولسي جرګې ټاکنې هم وشي.
اغلې نورستانی ویلي دي چې د دغو دوو نورو ټاکنو نېټه به بل وخت اعلان کړي.
ملګرو ملتونو او د انتخاباتي ملاتړ ډلې چې پهکې د امریکا متحد ایالاتونه، بریتانیا، جرمني، ډنمارک، اروپایي ټولنه او جاپان شامل دي، د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دې پریکړې ملاتړ کړی چې د تلې په شپږمه یوازې د ولسمشرۍ انتخابات ترسره کوي.