په سرپل کې پرون د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره ولسي غونډه وشوه
په سرپل کې پرون، د اپرېل په پنځه ویشتمه د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره ولسي غونډه وشوه.
سرپل په وروستیو کې د افغانستان له ډېرو نا امنو ولایتونو ګڼل کېږي.
په پرونۍ غونډه کې د سرپل د علماوو د شورا مشر مولوي نقیب الله پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې اور بند او له حکومت سره د روغې جوړې لپاره خبرې وکړي.
ده وویل:
"زموږ اردو، پولیس او امنیت زموږ د ویاړ وړ دي، هغوی زموږ ځان او عزت خوندي کړی دی."
په سرپل کې د غونډې نورو ګډونوالو هم مذاکرې په افغانستان د روان بحران د حل یوازنۍ لار وبلله.
وسله والو طالبانو او د افغانستان حکومت په وروستیو کې تازه پوځي عملیات پیل کړل.
د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې خلکو په ولسي غونډو کې له دواړو خواو غوښتنه کړې چې له جګړې لاس واخلي.