د امریکا ولسمشر نن د چین له مرستیال ولسمشر سره ویني
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ نن په سپینه ماڼۍ کې د چین له مرستیال جمهور رئیس لیو هي سره ویني. دواړه مشران به هڅه وکړي چې د واشنګټن او پیکېنګ ترمنځ د زیانموونکې سوداګریزې جګړې د پای ته رسولو لپاره پر یوې معاملې سلا شي. امریکا په تېره ډېسمبر میاشت کې له چینه د ۲۰۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت وارداتو باندې له لس فیصدو ۲۵ په سلو کې تعرفې د لوړلو پلان وځنډاوه، څو د سوداګریزې شخړې د حل لپاره خبرو اترو ته فرصت ورکړي. د امریکا او چین ترمنځ په دې اړه د جنورۍ د میاشتې خبرې اترې بې نتیجې پای ته ورسېدې... Читать дальше...