د افغان کرکټ ملي لوبډلې د لوبو د لړۍ لومړۍ سیالي له ایرلنډه وګټله
![د افغان کرکټ ملي لوبډلې د لوبو د لړۍ لومړۍ سیالي له ایرلنډه وګټله](https://gdb.rferl.org/0B2E5822-F6C9-4CB0-ACAE-F126819C9E79_w800_h450.jpg)
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون پنجشنبه له ایرلنډ سره د لوبو د لړۍ لومړۍ مسابقه په پنځو ویکټو وګټله.
لوبه ایرلنډ پیل کړه چې په شلو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۲ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۱۳۳ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان لوبډلې دا هدف د پنځو لوبغاړو په سوځېدو په داسې حال کې چې ۴ توپونه یې لا پاتې وو، پوره کړ.
د افغانستان لپاره تر ټولو زیاتې منډې محمد نبي محمدي وکړې چې د غوره لوبغاړي لقب هم ورکړل شو.
نبي د ۵ څلوریزو او یوې شپږیزې په وهلو سره په ۴۰ توپونو ۴۹ منډې وکړې.
ورپسې نجیب ځدراڼ و چې د ۳ څلوریزو او یوې شپږیزې په وهلو سره یې په ۳۶ توپونو ۴۰ منډې وکړې.
افغانستان به د هند په دهرادون ښار کې له ایرلنډ سره د لوبو په دې لړۍ کې چې د راروانې مارچ میاشتې تر ۱۵مې پورې دوام کوي، پر پرونۍ لوبه سربېره ۲ نورې ۲۰ اووریزې، پنځه یوورځنۍ لوبې یا ODI او یوه ټېسټ لوبه وکړي.
د دواړو ټیمونو دوهمه شل اووریزه لوبه به سبا شنبه وي.