د اولمپیک نړیوالې کمېټې د راتلونکو لوبو لپاره د هند غوښتنې ځنډولي
د اولمپیک نړیوالې کمېټې د راتلونکو لوبو د کوربه توب لپاره د هند ټولې غوښتنې ځنډولي او د دې هېواد د نړیوال ورزش د منزوي کولو غوښتنه يې کړې ده.
د اولمپیک نړیوالې کمېټې دا پرېکړه وروسته تر هغې وکړه چې هند دوه پاکستاني ورزشکارانو ته وېزې ورنه کړې.
هند په داسې وخت کې پاکستاني ورزشکارانو ته وېزې نه دي ورکړي چې په دې وروستیو کې په کشمیر کې په یوې انتحاري حمله کې د ۴۴ هندي پولیسو د وژل کېدو پېښې د نوي ډیلي او اسلام اباد ترمنځ اړیکې بحراني کړي دي.
هند پاکستان تورن کړی دی چې په کشمیر کې په شوې حمله کې لاس لري او دا هېواد به يې غچ واخلي.
خو پاکستان بیا د هند تر کڼترول لاندې کشمیر کې په شوي برید کې لاس لرل ردوي.
جیش محمد سخت دریځې ډلې چې په پاکستان کې ده، د کشمیر د وروستي برید مسؤلیت منلی دی.