د مسکو ناسته څه معنا لري؟
له افغانستانه د امریکايي سرتېرو ایستلو پر موضوع د واشنګټن او طالب استازو په نظر کې فرق دی او امریکا وايي چې په دې لړ کې یې هېڅ مهالوېش نه دی ټاکلی. له افغانستانه د نیمايي امریکايي پوځیانو د ایستلو خبره د فبرورۍ پر شپږمه په مسکو کې د طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي خبریالانو ته کړې. د طالبانو یو پلاوی او د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو شمېر سیاستوالان د فبرورۍ پر شپږمه پر دویمه ورځ هم په مسکو کې ول او د افغانستان د سولې په اړه یې خبرې کولې. رسنۍ د طالبانو او پخوانیو افغان چارواکو په حواله وايي... Читать дальше...