د امریکا ولسمشر نن د چین له مرستیال ولسمشر سره ویني
![د امریکا ولسمشر نن د چین له مرستیال ولسمشر سره ویني](https://gdb.rferl.org/4634FFBC-D897-4EFC-8601-82C035E0E01C_cx0_cy10_cw0_w800_h450.jpg)
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ نن په سپینه ماڼۍ کې د چین له مرستیال جمهور رئیس لیو هي سره ویني.
دواړه مشران به هڅه وکړي چې د واشنګټن او پیکېنګ ترمنځ د زیانموونکې سوداګریزې جګړې د پای ته رسولو لپاره پر یوې معاملې سلا شي.
امریکا په تېره ډېسمبر میاشت کې له چینه د ۲۰۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت وارداتو باندې له لس فیصدو ۲۵ په سلو کې تعرفې د لوړلو پلان وځنډاوه، څو د سوداګریزې شخړې د حل لپاره خبرو اترو ته فرصت ورکړي.
د امریکا او چین ترمنځ په دې اړه د جنورۍ د میاشتې خبرې اترې بې نتیجې پای ته ورسېدې چې له امله يې په نړیوالو مارکېټونو کې ګډوډي راغله او د نړیوال اقتصاد د ورو کېدو اندېښنې يې هم پیدا کړې.
واشنګټن د راتلونکې مارچ میاشتې لومړۍ نېټه له چین سره د سوداګریزې شخړې د حل لپاره ضرب الاجل ټاکلی دی چې د توافق د نه کېدو په صورت کې به پر چینايي اموالو تعرفه لوړه کړي.
خو ولسمشر ډونالد ترمپ ویلي دي چې د دې ضرب الاجل د غځولو احتمال موجود دی.