خلیلزاد: له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د ایستلو مهالوېش نهدی ټاکل شوی
خلیلزاد تېره شپه پر خپل ټویټر لیکلي دي چې پهدې وروستیو کې یو شمېر طالبانو ادعا وکړه چې ګواکې امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو لپاره مهالوېش لري.
د نوموړي په خبره که څه هم طالبانو وروسته خپله دا ادعا بېرته واخیسته، خو غواړم روښانه کړم چې تر اوسه پورې هېڅ داسې کوم مهالوېش نهدی جوړ شوی.
تر دې مخکې پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې وویل چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونه ایستل به د افغانستان امنیتي وضعیت ته په پام وي.
طالبانو د افغانستان په اړه د مسکو په غونډه کې یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د سولې لپاره اساسي شرط وباله.
متحده ایالات دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ زره سرتېري لري.