د هند له خوا له افغانستان سره د نري رنځ د واکسین مرسته
هند افغانستان ته د نري رنځ یا توبرکلوز ۱۳ ټنه واکسین او نور اړوند مواد مرسته کړي.د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال د سې شنبې په ورځ لیکلي چې دا مرسته د ماشومانو د نري رنځ واکسین پروګرام د پیاوړتیا په هدف شوې.د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په دې مرسته شویو موادو کې نږدې لس میلیونه د نري رنځ واکسینونه او څه باندې یو میلیون تیتانوس واکسینونه شامل دي.هند مخکې هم په تېره د کونړ د زلزله ځپلو لپاره له افغانستان سره طبي مرسته کړې ده.