له ایران او پاکستانه د ایستل شویو افغانانو دردونکې کیسې، د ستنولو بهیر چټک شوی
د ملګرو ملتونو دکډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وايي له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو شمېر په څرګند ډول زیات شوی دی.
دغه سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې په وروستیو کې له دغو هېوادونو څخه تر ۶۳ زره ډېر کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.