سلګونه افغان کډوال له قطر څخه د کانګو دموکراتیک جمهوریت ته لېږدول کیږي
نیویارک ټایمز ورځپاڼه رپوټ ورکوي چې امریکا پلان لري چې د ۴۰۰ ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوال د قطر یو نظامي کمپ څخه د کانګو دموکراتیک جمهوریت ته ولېږدوي.
په « سیلیه » کمپ کې میشت افغان کډوال چې له کلونو راهیسې امریکا ته د لېږد په تمه دي د خپل نامعلوم وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي.