متقي د تهران او واشنګټن پر سیاسي جوړجاړي ټینګار کړی،ایران او امریکا ممکن جمعه بیا خبرې وکړي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر له خپل ایراني سیال سره خبرو کې د ایران او امریکا د ستونزو پر ډيپلوماتیک حل ټینګار کړی.امیرخان متقي او عباس عراقچي د چهارشنبې په ورځ دغه ټیلفوني خبرې سره وکړې.