اروپایي ټولنې اوکراین ته د ۹۰ میلیارده یورو پور پر ورکړې هوکړه وکړه
اروپایي ټولنې اوکراین ته د ۹۰ میلیارده یورو پور پر ورکړې هوکړه وکړه.د قبرس دولت چې د اروپایي ټولنې دوره یي مشري ور له غاړې ده د چهارشنبې په ورځ ( د ثور ۲مه) وویل، تمه ده د ټولنې ۲۷ غړي هېوادونه د پنجشنبې تر ماښامه د دې پور لیکلې هوکړه لاسلیک کړي.دا ګام د هنګري په دولت کې له راغلو سیاسي بدلونونو وروسته اخیستل کیږي.ټاکل شوې وه چې اروپایي ټولنه تېر کال اوکراین ته د دفاعي بودجې او اقتصادي وړتیا لپاره دغه پور ورکړي، خو هغه مهال هنګري له دې سره هوکړه ونه کړه.د هنګري پخوانی صدر اعظم ویکتور اوربان د روسیې پلوی و.