ټرمپ د روسیې د بریا په مناسبت رسم ګذشت کې پر ګډون فکر کوي
ښاغلي ټرمپ وايي چې د پوتین بلنه ستايي خو دا رسم ګذشت د سياسي فصل په منځ کې دی او ډاډه نه دی چې ګډون به په کې وکړي.
ده زیاته کړه: "که مې کولای شوای ډېره لېوالتیا مې درلوده چې ورشم."
د کرملین ویاند دیمتري پسکوف ویلي، مسکو ددغې بلنې په تړاو تراوسه د واشنګټن رسمي ځواب نه دی تر لاسه کړی.
دا مراسم د ۱۹۴۵ میلادي کال د مې مياشتې د هغې پيښې په یاد جوړيږي چې متحدو ځواکونو پر نازي جرمني بریا تر لاسه کړه.
روسیه هر کال دا ورځ د خپل نظامي قدرت نندارې ته وړاندي کولو سره لمانځي.
ټرمپ وايي، دا مراسم چې راتلونکی کال د متحدو ځواکونو ۷۵مه بریال لمانځي، یوه مهمه او لویه خبره ده.