نوراحمد لکڼوال په خپلې په زړه پورې لوبې د چینای سوپرکینګز پرونۍ بریا کې ونډه واخیسته
افغان سپنر نوراحمد لکڼوال دهند د غوره لیګ پرونۍ سیالۍ کې په زړه پورې لوبې سره د چینای سوپرکینګز لوبډلې په بریا کې مهمه ونډه واخیسته.هغه د ۲۱ رنزونو په ورکولو سره درې ویکټې واخیستې.په نتیجه کې چینای سوپر کینګز، سیالې لوبډلې کلکته نایت رایدرز ته د ۳۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه او پرله پسې دویمه بریا یې خپله کړه.چینای ټیم چې پنځه ځلې یې اتلولې ګټلې د ۵ ویکټو په مټ ۱۹۲ رنزونه جوړ کړي وو.وروسته نور احمد لکڼوال د خپل کیڼ لاس سپین بالینګ سره کلکته یوازې ۱۶۰-۷ کې ایساره کړه.د کلکته د ټیم درې ویکټې ژر ولوېدلې ، خو ټیم لا هم په سیالۍ کې و تر څو چې نور احمد لکڼوال برید وکړ.نوراحمد د کلکتې د ټیم کیپټان آینکیا رهاني په ۲۸ منډو وسوځاوه او د استرالیا لوبغاړی کامیرون ګرین پرته لدې چې کوم رنزو وکړي هغه یې هم وسوځاوه خو په رینکو سینګ باندې یې هیتریک ونه شو کړای .خو رینکو هم ډېر دوام ونه کړ او په شپږ منډو کې کیچ شو، چې له امله یې کلکته ۹۰-۶ ته راولوېده.وروسته راومن پاول او رامدیپ سینګ دواړو هڅې وکړې چې لوبه بیرته راژوندۍ کړي خو دوی ونه شو کړای چې لوبې ته د اړتیا وړ چټکتیا ورکړي.