مسکو هیله لري له ایران سره اټمي تړون وساتل شي
امريکا تېر کال په مې مياشت کې له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي موافقې ووته او له هغه راهيسي يې پر ایران نوي بندیزونه لګولي دي. هڅه یې دا ده چې ایران بېرته د مذاکراتو ميز ته کېنوي.
واشنګټن استدلال وکړ چې د دې موافقې شرایط کافي نه دي چې د اټمي وسلو له جوړولو د ایران مخه ونيسي، دا هېواد د بالستیک توغندیو له پروګرامه او په منځني ختيځ کې له تخریبي فعالیتونو لاس واخلي.
ایران د امريکا تورونه ردوي چې ګواکي غواړي داسي بالستیک توغندي جوړ کړي چې اټمي وسلې انتقال کړای شي او وايي اټمي پروګرام يې سوله ییز دی او هدف يې د انرژۍ تولید دی.