ملګري ملتونه: له افغانانو سره یې د مرستو بودیجه زیاته شوې
ملګري ملتونه وایي، سره له دې چې نړیوالې مرستې کمې شوې دي، له اړمنو افغانانو سره د دوی حیاتي مرستې دوام لري. ملګرو ملتو د چهارشنبې په ورځ په یوه راپور کې دا هم وویل چې د بنسټیزو بشري اړتیاو لپاره ځانګړې شوې بودیجه یې د دریم پرله پسې کال لپاره لوړه شوې ده.
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتو په راپور کې راغلې دي چې د « افغانستان ستراتیژیک چوکاټ ۲۰۲۳-۲۰۲۷» تر چتر لاندې بودیجه پروسږکال یو اعشاریه اووه میلیارډه ډالرو ته رسیدلې چې په ټول افغانستان کې یې د بنسټیزو خدماتو، معیشت او بیا رغونې هڅو ملاتړ کړی دی.
د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیال اندریکا راتواته وایي: «میلیونونه افغانان له بنسټیزو خدماتو، اقتصادي فرصتونو او معیشتي ملاتړ څخه برخمن شوي دي».
د ملګرو ملتو په راپور کې راغلي دي چې له ۳۴ میلیونو څخه ډېرو کسانو روغتیايي خدمات ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې له ۴.۶ میلیونو څخه ډېر ماشومان د دې سازمان په ملاتړ په عمومي زده کړو کې شامل شوي دي. همدارنګه شاوخوا ۴۵ زره دوامدارې دندې رامنځته شوې دي چې له نیمایي څخه زیاتې یې ښځو ته ځانګړې شوې دي.
بل لور ته له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته د ستنو شویو ښځو په اړه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د ښځو څانګې د چهارشنبې په ورځ وویل چې یوازې یې اوولس سلنه د عاید ترلاسه کولو وړتیا لري. د همدې څانګې د راپور له مخې نژدې څلویښت په سلو کې ستنې شوې میرمنې وایي چې کاري فرصتونه نه شته چې له خپلو مهارتونو استفاده وکړي.
د اروپایي ټولنې د بشري مرستو ادارې د اپریل په دیارلسمه ویلي و چې ډیری افغانان چې له ایران او پاکستانه خپل هیواد ته تللي دي، نه کور لري، نه عاید او نه هم لومړنیو خدماتو ته لاسرسی.
د ازادي راډيو یو اوریدونکی په خپل ثبت شوي پيغام کې د ستنو شویو کډوالو ستونزو ته اشاره کوي:
« په افغانستان کې وروستیو سیلابونو د خلکو ژوند سخت اغیزمن کړی دي. هغه خلک چې له ګاونډیو هیوادونو راایستل شوي له دې سیلابونو څخه ډیر زیات زیانمن شوي. دوی د اوسیدو ځایونه نه لري، نو باید ځانګړې پاملرنه ورته وشي»
له پاکستانه یو ستون شوی افغان بیا وایي چې هیڅ ډول مرسته ورسره نه ده شوې:
« زه یو افغان کډوال. دا شپږ میاشتې کیږي چې له پاکستان څخه راکډه شوي یوو. په خیمو کې ژوند کوو، واورې، بارانونه او سیلابونه په همدې خیمو کې راباندې تیر شول. نه کومه مرسته د حکومت له خوا شوې، نه د موسسو او خیریه بنسټونو له خوا».
ملګري ملتونه څرګندوي چې په افغانستان کې د طبیعي افتونو د اغیزو له امله پر خلکو فشارونه زیات شوې دي، چې د شته ستونزو لپاره په ملي، سیمه ییزې او نړیوالې کچې دوامداره همکاریو ته اړتیا شته.