طالبانو سرپل کې د ټاکنو کمیسیون یو موقت کارکوونکی وژلی
د افغانستان په شمالي ولایت سرپل کې سیمه ییز چارواکي وایي، د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون یو موقت کارکونکی په سانچارک ولسوالۍ کې طالبانو وژلی دی.
د سانچارک ولسوال نقیب الله ازادي راډیو ته وویل، وژل شوی کس علي نقي نومېده او طالبانو د ټاکنو له کمیسیون سره د کار کولو او په انتخاباتو کې د خپلې رایې کارکولو په خاطر په خواجه سرخ سیمه کې نن په ډزو وواژه.
هغه زیاته کړه چې طالبانو د هغه مړی سیند ته اچولی چې وروسته دوی وموند او کورنۍ ته یې وسپاره.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پرون په همدې ولسوالۍ کې پولیسو د قاري ناصر په نوم د طالبانو د یوه قومندان د وژلو خبره کړې وه او ویلي و چې نوموړي غوښتل د هغو کسانو ګوتې پرې کړي چې ټاکنو کې یې رایه ورکړې ده.