ملګري ملتونه: په تور سمندرګي پر کښتیو د بریدونو ګواښ د منلو نه دی
د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو مشره وايي، په تور سمندرګي کې د اوکراین پر بندرونو د روسيې بریدونه به نړۍ په ځانګړې توګه مخ پر ودې هېوادونه د خوړو د ناامنۍ له خطر سره مخ کړي. د ملګرو ملتونو د سیاسي شورا مشرې روزمیري ډی کارلو نن د جولای ۲۱مه د دې سازمان امنیت شورا ته وویل، په تور سمندرګي کې د روسیې او اوکراین دواړو خوا له لوري پر غیرنظامي کښتیو د بریدونو ګواښ د منلو نه دی. اغلې ډی کارلو زیاته کړه چې په تور سمندرګي کې په قصدي یا غیرې قصدي توګه د جګړې د خپرېدو مخه باید په هر قیمت ونیول شي. د هغې په... Читать дальше...