د ښځینه فوټبال نړیوال جام پیل؛ نایجریا او کاناډا مساوي لوبه وکړه
د ښځینه فوټبال نړیوال جام په ترڅ کې نن د نایجریا او کاناډا لوبه صفر د صفر په وړاندې مساوي شوه. ټاکل شوې, چې نن په دوهمه لوبه کې, فلیپین له سویسزرلنډ سره او اسپانیا له کاستاریکا سره مخامخ شي. پرون کوربه هیواد نیوزیلنډ د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې ناروې ته یو د صفر په وړاندې ماتې ورکړه. په بله لوبه کې استرالیا د ایرلنډ ملي لوبډلې ته په یوه ګول ماتې ورکړه. د دې نړیوال جام لوبې به د یوې میاشتې په ترڅ کې په نیوزیلنډ او استرالیا کې تر سره شي.