پاکستان کې د تېلو کاروباریانو سبا ته کاربندیز اعلان کړی
![پاکستان کې د تېلو کاروباریانو سبا ته کاربندیز اعلان کړی](https://gdb.rferl.org/D8562467-588B-481D-9CE7-8DAD6610CD72_w800_h450.jpg)
د تېلو کاروباریانو د ټولنې مشرانو پرون (د جولای پر ۲۰مه) په کراچۍ او پېښور کې خبري غونډو ته وویل چې حکومت ورته د یو لیټر تېلو پر سر شپږ روپۍ ګټه ورکوي چې له دې کبله له زیان سره مخامخ دي. دوی داراز وویل چې له ایرانه د تېلو قاچاق یې هم کاروبار خراب کړی دی نو ځکه سبا سهار ټول پمپونه تړي.