د ښځینه فوټبال نړیوال جام؛ هسپانیایې کاستاریکا او فیليپین سویزرلنډ ته ماتې ورکړې
د ښځینه فوټبال نړیوال جام په ترڅ کې هسپانیایې کاستاریکا او فیليپین سویزرلنډ ته ماتې ورکړې.
دغه سیالۍ چې پرون په اسټرالیا او نیوزیلنډ کې پیل شوي ۳۲ هېوادونه په کې په ۸ ګروپونو کې سیالۍ کوي.
د نن ورځې په سیالیو کې هسپانیې وکړای شول چې د کاستاریکا لوبډلې ته درې د صفر پر وړاندې ماتې ورکړي.
دغه راز په بلې سیالۍ کې بیا فیلیپین دوه د صفر پر وړاندې سویزرلنډ ته ماتې ورکړه.
ټاکل شوې چې سبا څلور سیالۍ ترسره شي، امریکا به د ویتنام، زمبیا به د جاپان، انګلستان به د هایتي او ډنمارک به د چین پر وړاندې سیالۍ ترسره کړي.