پولنډ د روسیې د واګنر ملېشو د احتمالي خطر لپاره خپل ختیځ ته اضافي ځواکونه لېږي
![پولنډ د روسیې د واګنر ملېشو د احتمالي خطر لپاره خپل ختیځ ته اضافي ځواکونه لېږي](https://gdb.rferl.org/00930000-0aff-0242-1963-08dac7de5e38_w800_h450.jpg)
پولنډ د روسیې د واګنر ملېشو د احتمالي ګواښ د مخنیوي لپاره د دې هېواد ختیځ ته پوځي قطعې استوي.
PAP دولتي خبري اژانس د پولنډ د امنیتي کمیټې د منشي له قوله نن راپور ورکړ، چې دې کمیټې په بېلاروس کې د واګنر د امنیتي شرکت د ملېشو د ځای پرځای کېدو په ځواب کې دا پرېکړه د چارشنبې په ورځ په خپله غونډه کې کړې ده.
د واګنر مشر ایفګیني پرېګوژین د جولای په ۱۹مه په یوه ویډیو کې په داسې حال کې وښودل شو، چې په بېلاروس کې خپلو سرتېرو ته ښه راغلاست وايي.
نوموړی،هغوی ته وايي چې د اوس لپاره به د اوکراین په جګړه کې ګډون نه کوي، خو زیاتوي، د بېلاروس سرتېرو ته د پوځي روزنې له ورکولو وروسته خپلې وړتیاوې د افریقا لپاره خوندي وساتي.