اردنی وګړی ماران نیسي او بیا یې په ځنګلونو کې خوشې کوي
د اردن یو اوسېدونکی وايي، ۴۰ کاله پخوا ورته پلار د مارانو نیولو چل ښوولی وو او له هغه وخت راهیسې یې همدا دنده ده. یاسین الصقور په کلیو او ښارونو کې ګرځي او ماران نیسي. اکثر وخت ورته خلک ټېلېفون کوي چې ورشي او مرسته ورسره وکړي. نور د رویټرز اژانس په ویډیويي رپورټ کې.