يو شمېر خلک وايي غزني کې بې پيلوټه الوتکې بريدونه کړي خو طالبان يې ردوي
د غزني اوسېدونکي وايي، دغلته پخوانۍ پي آر ټي سيمه کې د ناټو پر پخواني مرکز بې پيلوټه الوتکې بريدونه کړي دي، خو طالبان يې ردوي. د غزني يو شمېر اوسېدونکي وايي، د جمعې په ورځ مازدیګر غزني ښار ته څېرمه بې پيلوټه الوتکو برېدونه کړي. دوی وايي، د بريدونو پر مهال د ناټو پخوانی مرکز يا د «پي آر ټي» سيمه په نښه شوې او بمبار شوې ده. دغه «پې ار ټي» په غزني ښار کې د کابل -کندهار پر لویه لاره په شاو خوا څلور کیلو مترۍ واټن کې پرته ده. غزني کې د هوايي بريدونو ادعا د طالبانو د حکومت سيمه ييز وياندويان ردوي او وايي، دغلته کوم هوايي بريد نه دی ترسره شوی.