روسي ځواکونو د اوکراین په ماریپول بريدونه زيات کړي
روسي ځواکونو د اوکراین د جنوبي بندري ښار ماریوپول د فولادو پر یوه فابریکه خپلې حملې زیاتې کړې دي. په دې فابریکه کې د اوکراین دفاع کوونکي او لږ تر لږه ۱۰۰ تنه ملکیان راګیر پاتې دي او ویل شوي ګڼ دفاع کوونکي ټپیان شوي دي. د تور سمندرګي پر بندري ښار اودیسه هم توغندي لګېدلي دي. د اوکراین د صدراعظم مرستیالې ایرینا ویریشچوک پرون ویلي، چې په فابریکه کې د اوکراین تر ۱۰۰۰ زیات مدافعان راګیر پاتې دي.