د امريکا سفير: تاجکستان ته وړل شوې الوتکې به طالبانو ته ونه سپارل شي
د امریکا حکومت او تاجکستان د افغانستان د هوايي ځواک د هغو الوتکو په اړه خبرې کوي چې د تېر کال د اګست په ۱۵ د افغانستان د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته افغان پېلوټانو تاجکستان ته یو وړې. په دوشنبې کې د امریکا سفیر ویلي، دا الوتکې به طالبانو ته ونه سپارل شي ځکه چې د دوی نه دي. تر دې مخکې ازبکستان هم ویلي و چې د طالبانو له واک ته رسېدو سره هممهاله له افغانستانه ورغلې الوتکې به طالبانو ته ونه سپاري ځکه چې دا الوتکې د امریکا دي. په تاجکستان کې د امریکا سفیر جان مارک پومیرشیم په دوشنبې ښار کې یوې... Читать дальше...