بريتانيا: روسي ځواکونو د اوکراين په يرغل کې خپل قوت له لاسه ورکړی
بريتانيا وايي، روسي ځواکونو د اوکراين په يرغل کې خپل قوت له لاسه ورکړی دی. د بريتانيا استخباراتي چارواکي وايي، روسي ځواکونو پر اوکراين باندې په یرغل کې ټکان خوړلی او د کوم ښار په نیولو کې پاتې راغلي. د دغو چارواکو په وینا په اوکراین کې د روسي ځواکونو پر وړاندې جدي مقاومت شوی او ښايي روسیې پر اوکراین د نا مشروع یرغل له پیل راهیسې د خپلو عملیاتي ځواکونو درېیمه برخه له لاسه ورکړې وي. اخوا د ناټو د عمومي منشي مرستیال میرسیا جیوانا پرون د مې ۱۵مه په برلین کې وویل، چې د اوکراین د خلکو مقاومت روسیه حیرانه کړې ده. Читать дальше...