د متقي په مشرۍ طالب پلاوي عشق اباد کې د ترکمنستان له چارواکو سره کتلي
د طالبانو حکومت وايي، د دوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په ترکمنستان کې د هغه هېواد له چارواکو سره پر دوه اړخیزو، سیاسي، ډپلوماټیکو، اقتصادي اړیکو، امنیتي همکاریو او اقتصادي پروژو خبرې وکړې. د امیرخان متقي په مشرۍ یوه پلاوي د جمعې په ورځ ترکمنستان ته سفر وکړ. د طالبانو د حکومت یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ وویل چې دوی په افغانستان د ترکمنستان د اقتصادي پروژو لپاره زمینه برابروي او ملاتړ یې کوي. د طالبانو حکومت تېره اوونۍ ویلي و چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت معین وفا حاجییف په... Читать дальше...