طالبان: بېلابېلو ولایتونو کې سختو واورو او بارانونو ۷ کسان وژلي
د طالبانو په حکومت کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي چې په بېلابېلو ولایتونو کې سختو واورو او بارانونو لږ تر لږه ۷ کسان وژلي دي. د دې وزارت یوه چارواکي محمدامین وزیر ازادي راډیو ته وویل، څلور تنه نور هم د تېرو څلورویشت ساعتونو په طبیعي پېښو کې ټپیان شوي دي: "د بدخشان په ولایت کې د واورې د یو راشي 'برفکوچ ' د راښوئیدو په پېښه کې ۵ تنه وژل شوي او دوه تنه ټپیان شوي دي. په نیمروز ولایت کې سیلاب یو کس وژلی دی. په فراه کې هم یو کس سیلاب کې مړ شوی دی او یو بل ټپي دی." ښاغلي وزیر همدارنګه وویل،... Читать дальше...