جنوبي پاسفیک سمندرګي کې اورشیندنې سمندري توپان رامنځته کړی
![جنوبي پاسفیک سمندرګي کې اورشیندنې سمندري توپان رامنځته کړی](https://gdb.rferl.org/08810000-0a00-0242-2bbd-08d9d80bc132_cx0_cy8_cw0_w800_h450.jpg)
په جنوبي پاسفیک سمندرګي کې تر اوبو لاندې یوه اورشیند/آتش فشان چاودنې له امله سمندري توپان یا سونامي رامنځته شوې.
د اورغورځونې پېښه د ټونګا ټاپو ته نږدې رامنځته شوې چې له امله یې د دې ټاپو ساحلو ته اوبه یو متر پورته شوي او خلک له خپلو هستوګنځایونو په تېښه دي.
د سمندري توپان ګواښونه ان د امریکا کالیفورنیا ایالت ته هم رسېدلي.
په امریکا کې مېشت د پاسفیک سمندر د سونامي/سمندري توپان د څار مرکز ویلي چې د امریکا ساماوو ټاپوګانې هم چې د اورشیند له مرکزه زر کیلومتره لېرې دي د اوبو څپو ځپلي دي.
په پاسفیک سمندر کې پراته اکثر ټاپوګان د دغسې سمندري توپانونو له امله د ډوبېدو له خطر سره مخ دي.
د پرونۍ سونامي له امله ان نیوزیلند کې هم چارواکو خبرداری ورکړی دی.