ملګري ملتونه د ۲۰۲۲م کال په ترڅ کې د افغانستان لپاره ۵ میلیارډه ډالر غواړي
ملګرو ملتونو په خپل تاریخ کې تر بل هر وخت یوځایي د ډېرو مرستو غوښتنه کړې ده. دا سازمان د ۲۰۲۲م زیږدیز کال په ترڅ کې د افغانستان لپاره پنځه میلیارډه ډالر غواړي. د دې پیسو څلور اعشاریه څلور میلیارډه د افغانستان دننه د بشري مرستو لپاره دي او څه باندې شپږ سوه میلیونه ډالر هم د هغو افغانانو لپاره چې د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې کډوال دي. د بشري مرستو او د بیړنیو مرستو د همغږۍ په برخو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس د سې شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۱مه) په جنیوا کې وویل چې سږکال... Читать дальше...