Добавить новость
World News in Pashto





160*600

Новости сегодня на DirectAdvert

Новости сегодня от Adwile

Актуальные новости сегодня от ValueImpression.com


Опубликовать свою новость бесплатно - сейчас



Август
2021

Новости за 19.08.2021

Pa.azadiradio.com 

ناټو د افغانستان په روانو حالاتو ځانګړې غونډه وکړه

د ناټو پوځي کمېټې د غوڅ ملاتړ ماموریت له خپلو شریکانو سره د افغانستان د روانو حالاتو او د خپل منځي همغږیو په اړه ځانګړې غونډه وکړه.  د ناټو له اعلامیې سره سم، په دې فوق العاده غونډه کې همدا راز له افغانستانه د تخلیې په اړه هم خبرې وشوې.  له کله چې طالبانو کابل نیولی، ناټو او متحدان یې د کابل نړیوال هوايي ډګر کې د عملیاتو د جاري ساتلو او د ناټو، د دې تړون د متحدانو او نورو د ایستلو په اړه هره ورځ غونډې کوي.  د ناټو پر اساس، دا تړون او متحد هېوادونه یې د وروستیو پېښو پر وړاندې د ګډ ځواب لپاره پر همږغۍ کار کوي. Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

د افغانانو په اړه یوګنډا د امریکا پر غوښتنې لا پرېکړه نه ده کړې

د یوګنډا د بهرنیو چارو وزیر وايي، تراوسه پورې یې د امریکا د دې غوښتنې په اړه پرېکړه نه ده کړې چې په خپله خاوره کې ۲ زره افغانانو ته موقتي پناه ورکړي.  امریکا مخکې تردې چې دا افغانان خپل هېواد ته ولېږدوي، د هغوی د مهاجرت د پروسې د بشپړېدو لپاره غواړي چې د پناه په شرایطو برابر افغانان په درېيمګړي هېواد کې مېشت شي.  یوګنډا روانه اوونۍ ویلي و چې د امریکا غوښتنې ته مثبت ځواب وايي، خو پرون پنجشنبه د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ییې اودونګو (Jeje Odongo) وویل چې د دغه هېواد جګ پوړو چارواکو پردې موضوع غونډه وکړه، خو تراوسه پورې یې پرېکړه نه ده کړې.

Pa.azadiradio.com 

یو افغانی یهود: د طالبانو له واکمنېدو سره-سره له هېواده نه وځم

په افغانستان کې یوازینی پاتې یهود وايي چې د طالبانو له واکمنېدو سره-سره به له خپل هېواده ونه وځي.  د نیوزویک د راپور له مخې، ۶۲ کلن زیبولون سیمنتوف (Zebulon Simentov) مخکې ویلي و چې که بیا طالبان واک ته ورسېدل له افغانستانه به ووځي.  ده اوس ویلي چې له دې سره-سره چې مېرمن او ماشومان یې په ۱۹۹۸ میلادي کال اسراییل ته لاړل، په کابل کې پاتې کېږي.

Pa.azadiradio.com 

نظرپوښتنه: افغان جګړه په دې نه ارزېده چې امریکا هلته وجنګېږي

له یوې تازه نظرپوښتنې سره سم، د امریکایانو اکثریت وايي چې د افغانستان جګړه په دې نه ارزېده چې امریکا هلته وجنګېږي.  د اسوشیټېډ پرېس او د عامه چارو د څېړنې مرکز له لوري په دې نظرپوښتنه کې په درېيو کې دوو برخو پوښتل شوېو امریکایانو ویلي چې د امریکا دا تر ټولو اوږده جګړه په دې نه ارزېده چې امریکا پرې دومره وخت لګولی وای.  په دې نظرپوښتنه کې ۴۷ سلنه امریکایانو د ولسمشر جوبایډن د نړیوالو چارو مدیرت تایید کړی خو په سلو کې ۵۲ نورو د بایډن د ملي امنیت مدیریت نه دی تایید کړی.  دا نظرپوښتنه د اګسټ د ۱۲ او ۱۶ ترمنځ شوې ده.

Pa.azadiradio.com 

افغان کرکټر راشد خان: هیله لرم چې افغانستان کې دایمي سوله ټینګه شي

په افغانستان کې له وروستیو پېښو وروسته د کرکټ نامتو لوبغاړي راشد خان پرونپ نجشنبه د خپلواکۍ د یوسلو دوهمې کالیزې په مناسبت د افغانستان لپاره د سولې او سوکالۍ هیله وکړه.  راشد خان ویلي، هیله لري او دعا کوي چې په افغانستان کې دایمي سوله ټینګه شي او پرمختګ ته لاره هواره شي.  تر دې څو ورځې مخکې راشدخان د افغانستان پر وضعیت د اندېښنې د څرګندولو ترڅنګ له نړیوالو غوښتنه کړې وه چې په روانه ګډوډۍ او جګړه کې افغانانو ته شا وانه ړوي.

Pa.azadiradio.com 

هندي رسنۍ: له افغانستانه د واردېدونکو وچو میوو بیې لوړې شوي

هندي رسنۍ وايي، له افغانستانه د وارداتو د ځنډېدو له کبله په ډیلي او نورو ښارونو کې د وچې مېوې بیه لوړه شوې ده.  په ډیلي کې د بادامو بیه هره کیلو له ۵۰۰ هندي روپیو زر هندي روپیو ته لوړه شوې ده.  د پېستې او انځرو بیه هم ختلې ده.  د نوي ډیلی د وچې مېوې پلورونکي وايي، هغه مېوې چې له افغانستانه دې ښار ته راوړل کېدې، بیه یې له ۲۰ تر ۲۵ سلنې پورې لوړه شوې ده، خو په دې منځ کې تر ټولو د بادامو بیه ډېره لوړه شوې ده.

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: هغه کسان خطر کې دي چې اردو، پولیسو او استخباراتي قطعو کې وو

د ملګرو ملتونو په یوه پټ سند کې راغلي چې طالبانو له دې سره-سره چې ویلي یې دي له خپلو مخالفانو غچ نه اخلي، د هغو کسانو لټون زیات کړی چې له امریکايي او ناټو ځواکونو سره یې کار کړی دی. دا راپور- چې د ملګرو ملتونو د ګواښ د ارزونې سلاکارانو چمتو کړی او فرانس پرېس خبري اژانس لیدلی وايي، طالبان یو لېست لري چې د هغه پر اساس هغه کسان په کې په نښه شوي چې باید لومړی ونیول شي. د ملګرو ملتونو د سند له مخې، تر ټولو ډېر هغه کسان په خطر کې دي چې د افغانستان په اردو، پولیسو او استخباراتي قطعو کې یې رول درلود. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان مېرمنو او نجونو په اړه د اروپايي اتحادیې ژوره اندېښنه

اروپايي اتحادیې په یوه ګډه اعلامیه کې د افغان ښځو او نجونو په اړه ژوره اندېښنه ښکاره کړه. اروپايي اتحادیې دا اعلامیه له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو او د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له ۱۹ نورو هېوادونو سره په ګډه خپره کړې ده. البانیا، ارجنټاین، برازیل، کاناډا، چیلي، کولمبیا، کوسټاریکا، ایکوادور، السلوادور، هندو راس، ګواتیمالا، شمالي مقدونیا، نیوزیلنډ، ناروې، پاراګوې، سنیګال، سویس، بریتانیا او د امریکا متحدو ایالاتونو د افغان ښځو او نجونو او د هغوی د زده کړو، کار او ازاد تګ راتګ د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران د یورانیمو په اړه د جرمني، فرانسې او بریتانیا اندېښنې

د جرمني، فرانسې او بریتانیا د بهرنیو چارو وزارتونو په ایران کې د یورانیمو په غني کولو کې د چټکتیا په اړه د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې د وروستي راپور په اړه په ګډه اعلامیه کې ژوره اندېښنه ښکاره کړه.  دغو درېيو هېوادونو چې د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې غړي دي، پرون پنجشنبه د ایران اقدامات په اټمي موافقې کې د ایران له ژمنو سره په تضاد کې وبلل.  د روانې اوونۍ په پیل کې د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې په یوه راپور کې وویل، ایران خپل ۲۵۷ ګرامه ۲۰ سلنه غني شوي یورانیم د تیترا فلوراېډ یورانیمو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خوست کې ګرځبندیز؛ د خپلواکۍ د بېرته اخېستلو ورځ و نه نمانځل شوه

سږکال د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخېستلو ۱۰۲ یمه کالیزه په داسې مهال راځي چې تازه څو ورځې وړاندې طالبانو په افغانستان کې د قدرت چارې په لاس کې واخېستې. خوست په کې یو له هغو ولایتونو څخه دی چې واک په کې په سوله ییزه توګه طالبانو ته انتقال شو. د واک د سپارلو څخه یې نن څلورمه ورځ تیریږي، خو لا هم د دې ولایت د طالب چارواکو په وینا ښار په بشپړ ډول نه دی تصفیه شوی او د ښار د خوندیتوب لپاره یې کار پیل کړی. طالبانو رسنیو ته په استولې یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوی اړوند ځانګړي نظامي قطعات تېره شپه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیه: افغانستان کې د طالبانو پرضد مقاومت په رامنځته کېدو ده

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون وویل، د طالبانو پرضد په پنجشېر کې د مرستیال ولسمشر امرالله صالح او احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهه د جوړېدو په حال کې ده.  لاوروف د لیبیا له بهرنیو چارو وزیر سره له کتنې وروسته خبریالانو ته وویل، طالبان پر ټول افغانستان کنټرول نه لري.  ده زیاته کړه، داسې راپورونه شته چې په پنجشېر کې د مقاومت د جبهې پر رامنځته کولو تمرکز روان دی. لاوروف په افغانستان کې د یوه استازي حکومت د جوړولو لپاره د ټول شمول ډیالوګ چې درست افغان سیاسي لوبغاړي په کې شامل وي، غوښتنه وکړه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: د نړیوالو مرستو په صورت کې به افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر شي

لږ تر لږه له ۲۰۰۹ ميلادي کال راهيسې د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي چې د افغانستان ډېر کوکنار په هغو سيمو کې کرل کېږي چې د طالبانو تر نفوذ لاندې دي، خو اوس چې طالبانو په افغانستان خپله ولکه ټېنګه کړي، افغانانو او نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکوي چې افغانستان کې به د کوکنارو کښت صفر کړي. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې برياليتوب د نړیوالې ټولنې په مرستو پورې تړلی دی، که نړیواله ټولنه بزګرو ته بديل کښت وړاندې کړي، په افغانستان کې به د کوکنارو کښت صفر شي. دی وايي: "موږ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ځینې روږدي مېرمنې له درملنې وروسته له روږدو مېړونو سره ګډ ژوند نه کوي

روږدي مېرمنې له درملنې وروسته له روږدو مېړونو سره ګډ ژوند نه کوي. ازادي راډیو هغه مېرمن چې نشه یې پریښي خپل مستعار نوم ګلالۍ ښيي وایي چې له دوو کالو راهیسې به یې د نشې پرېښودلو هڅه کوله، خو مېړه به یې د درملنې مخ نیوله. دا وايي چې څو ځله يې نشه پرېښودله، خو مېړه يې بېرته په نشو اخته کړه. اوس چې ګلالۍ نشه پرې ایښې او روغه شوې ده وايي چې دا ځل يې هوډ کړی چې له مېړه څخه جلا شي او د خپلو اولادونو روزنه او پالنه وکړي: "ما خپله پرېکړه وکړه چې نشه پرېږدمه. لومړی مې مېړه نشه پیل کړه، وروسته یې ماته لږ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پر بایډن نیوکې؛ پولیټیکو: ولې نوموړي له افغانستانه امریکايي ځواکونه وایستل؟

هیل ورځپاڼه هیل ورځپاڼه لیکي، افغانستان د دوهم ځل لپاره د داسې چا لاسونو ته لویدلی چې د منځنیو پیړیو نظر لري او دا د هغو افغانانو لپاره چې په معاصره نړۍ کې مودرڼ ژوند غواړي یوه تراژیدي ده. دغه کسان اوس هڅې کوي چې له افغانستانه ووځي. واشنګټن ایګزاماینر بلې امریکایي ورځپانې واشنګټن ایګزاماینر د دې کسانو په اړه مقاله خپره کړې ده. د دې مقالې په پیل کې د امریکا د متحد ایالاتونو د دفاع وزیر په وینا راغلي دي چې امریکا په افغانستان کې دومره ځواکونه نه لري چې له هغو امریکایانو او افغانانو سره چې د وتلو جوګه دي، مرسته وکړي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پاکستان کې د عاشورې ماتمي لاریونونه شوي

د پاکستان په یوشمېر لویو او وړو ښارونو کې د عاشورې جلوسونه شوي. د اګست پر ۱۹مه د پېښور په ګډون د پاکستان په نورو ښارونو کې امنیتي اقدامات شوي ول. په پېښور کې انتظامیې د موبایل ټېلېفون شبکې تړلې وې. هلته د پنجاب په بهاولنګر کې د اهل تشیع پر لاریون د لاسي بم برید وشو. ویډیويي رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

روسيې د ګوګل کمپنۍ جریمه کړې

روسي چارواکو د ګوګل کمپنۍ جریمه کړې ده. د مسکو یوې محکمې نن حکم کړی چې ګوګل کمپنۍ د دوی په خبره "دری اداري سرغړونې" یې کړي او باید شپږ میلیونه روبله ' څه باندې ۸۱ زره ډالره' جریمه ورکړي.  همدې محکمې دوه ورځې مخکې هم په ګوګل کمپنۍ ۱۴ میلیونه روبله چې ۱۹۰ زره ډالره کېږي جریمه ولګوله.  د مسکو دې محکمې له دې مخکې د امریکا د انټرنیټ پلټونکې کمپنۍ ګوګل او نورې شبکې لکه ټوېټر او ټلیګرام هم د ورته 'اداري سرغړونو' په جرم محکومې او جریمه کړې وې.

Mashaalradio.com 

د کابل پر هوايي ډګر د خلکو ګڼه ګوڼه

د کابل هوايي ډګر ته د اګست پر ۱۹مه هم زرګونه کسان ورغلي ول چې له افغانستانه ووځي. طالبانو هوايي ډګر ته پر ورتلونکو لارو پوستې جوړې کړې دي. ډېری افغانان د اسنادو لرلو باوجود د هوايي ډګر بهر انتظار کوي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس ویډیويي رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

امریکا د دغه هېواد ملکي الوتکو ته اجازه ورکړه چې کابل ته الوتنې وکړي 

د امریکا د هوايي چلند فدرالي ادارې چهارشنبه ناوخته د امریکا ملکي الوتکو او پیلوټانو ته اجازه ورکړې چې کابل ته پرواز وکړي، څو د زرګونو کسانو د لېږد په برخه کې د هغه هېواد له پوځیانو سره مرسته وکړي. رویټرز خبري اژانس د امریکا د هوايي چلند د فدرالي ادارې د اعلامیې په حواله راپور ورکړی چې د کابل هوایي ډګر ته ټول مرستندویه پروازونه باید د امریکا د دفاع وزارت په اجازه ترسره شي. د اعلامیې له مخې دفاع وزارت په خپله له دې امر مستثنا دی. د پنټاګون چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي چې ایا د کابل... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

سیاست کې د پښتو ښځو فعاله ونډه اړینه ده: ثنا ګلزار

په سروې خپرونه کې مو له پېښوره ثنا ګلزار مېلمنه کړې. نوموړې سیاسي او د بشري حقونو فعاله ده او د عوامي نیشنل ګوند غړیتوب لري. ګلزار په اګست کې د ګوند د ځوانانو د چارو د ښځینه څانګې سېکرټري منتخبه شوه. نوموړې د سیاسي فعالیتونو ترڅنګ د پېښور های کورټه وکیله ده او اکثر د کورنیو لانجو قضیې پر مخ وړي. د ثنا ګلزار خبرې د غږ په ځای کې واورئ.

Pa.azadiradio.com 

افغانان: د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو د کلیزې جشن خورا کمرنګه ونمانځل شو

د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو د ۱۰۲مې کلیزې جشن د نورو کلونو پرتله خورا کمرنګه ونمانځل شو. په کابل او ولایتونو کې یو شمېر افغانانو د افغانستان د ملي بیرغ په پورته کولو سره دا ورځ ونمانځه. دوی وویل چې دا ورځ ورته با ارزښته ده او هېڅ وخت به یې له یاده ونه باسي. د کابل ښار اوسېدونکی محمد یوسف په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د اسد ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو له ورځې سره برابره ده چې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې نمانځو،له دې ورځې نمانځنه له یو نسله بل نسل ته انتقال شوې، موږ د افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پنجاب کې د عاشورا پر مراسمو بمي برید ۴ تنه وژلي

د پاکستان په پنجاب کې د عاشورا پر مراسمو بمي برید شوی چې په کې څلور کسان وژل شوي دي.   پېښه نن په په بهاولنګر ولسوالۍ کې شوې ده.   د مجلس وحدت مسلمين وياند علامه مقصود علي ډومکي نن د ازادې اروپا مشال راډیو ته وویل چې په بهاولنګر کې د محرم د ۱۰مې لپاره خلک په لار وو چې نامعلومه کسانو پرې لاسي بم واچاوه.  د مقصود علي په خبره څلور کسان وژل شوي او تر شلو نور زیات ټپيان دي.  نوموړي د بهاولنګر ولسوالۍ پر امنیتي ځواکونو نیوکه وکړه چې امنیتي تدابیر یې سم نه وو نیولي.  د حملې پړه تر اوسه کومې ډلې لا نه ده منلې.

Pa.azadiradio.com 

کونړ کې د خپلواکۍ پر جشن ډزې شوي ۲ تنه وژل شوي او ۳ نور ژوبل دي

په کونړ کې د جشن د نمانځنې په مراسم د ډزو له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.  د اسعداباد اوسیدونکي وايي، پېښه وروسته له هغه د نواباد په سېمه کې وشوه  چې یو شمېر ځوانانو غوښتل د افغانستان ملي بیرغ د نو اباد پر پله ولګوي.  دوی دعوه کوي چې طالبانو پرې ډزې کړي، دوه تنه یې وژلي او دري تنه يي ټپیان کړي.  خو کونړ کې د طالبانو د مطبوعاتي دفتر مسول مولوي نجیب الله حنیف ازادي رادیو ته وویل چې یو شمېر کسانو غوښتل د دوی سپین بیرغ کوز کړي چې پرې طالبانو ډزې کړي او په کې درې تنه ټپیان شوي.  حنیف وايي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو واکمني؛ ځینې کابل ښاریان: د روانو حالاتو دوام به ناورین وزیږوي

نن د طالبانو د واکمنۍ څلورمه ورځ ده. په کابل کې لا هم ژوند عادي حالت ته نه دی راګرځېدلی. بانکونه، هټۍ، سوداګریز مرکزونه او صرافیانو خپل فعالیتونه بند کړي. د دغه ښار ځینې اوسیدونکي وايي، د روانو حالاتو دوام ناورین زیږونکی دی. کریم، کتاب پلورنځي لري، هغه له ازادي راډیو سره په خبرو کې روان حالت خواشینونکی ښيي: "له هغه وخت چې مجاهدین راغلي دي په کابل ښار کې ژوند سخت شوی او هېڅ څوک نه شي کولی په ارامه ژوند وکړي، ټول مارکیټونه تړل شوي او حالت غیر نورمال دی." د دې ښار بل اوسیدونکی فخرالدین بیا د امنیت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بهر ته د ځینو افغانانو تګ؛ طالبانو کابل کې هوايي ډګر ته تللې لارې تړلي

بهرني حکومتونه له افغانستانه د زرګونو هغو افغانانو د ایستلو هڅې کوي چې په دې هېواد کې یې له دوی سره کار کړی دی، خو په ورته وخت کې طالبانو د کابل د هوایي ډګر په لور لارې بندې کړي دي. نن دا اندېښنه هم شته چې ښایي د خپلواکۍ د ورځې په خاطر شخړې رامنځته شي. د اګست له پنځلسمې چې طالبانو کابل نیولی دی په زرګونو افغانان هڅې کوي چې له افغانستانه ووځي. د طالبانو مشرانو ویلي دي چې دوی سوله غواړي او د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې پراخ بنسټه حکومت غواړي. طالبانو دا هم ویلي دي چې دوی له خپلو دښمنانو غچ نه اخلي. Читать дальше...



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



123ru.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Не нравится, не хотите слышать — не читайте, читаете — будьте взаимно вежливы и корректны в своих высказываниях. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 123ru.net — обозреватель новостей. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. 123ru.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от 123ru.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.


Новости от наших партнёров в Вашем городе


123ru.net — информационный сайт, транслирующий новости города Вашего города онлайн. Всё, что происходило и происходит в городе — в оперативной ленте ежедневных новостей в интерактивном режиме на сайте 123ru.net.

Самые свежие новости Вашего города, а также полный архив ежедневных событий города с аналитикой, комментариями и прямыми ссылками на источники информации. Местные городские, авторитетные региональные и популярные федеральные новостные агентства и телеканалы — в одной ленте новостей, упорядоченные по времени публикации и с обязательным указанием первоисточника информации. Ничего лишнего. Всё о чём говорят, пишут в газетах и блогах, показывают по телевизору и транслируют в интернете — из первых рук.



123ru.net — самый полный календарь значимых и не очень событий Вашего города, в Вашем городе и о Вашем городе вчера, сегодня и прямо сейчас — от пользователей нашего сайта в режиме онлайн. А также — актуальные статьи и мировые новости.

Если же Вы проживаете в городе Вашем городе или у Вас есть просто интересная информация о городе и горожанах мы всегда рады разместить её на нашем портале с указанием в публикации Вашего авторства. Пишите нам на электронный адрес: mail@29ru.net. Создайте свой блог и, если он будет интересен, то Вы получите совершенно бесплатно баннер и прямую ссылку на него, размещённую на всех страницах региональных интернет-ресурсов нашей веб-группы, а это — более 1 000 000 просмотров в месяц.







Другие популярные новости дня сегодня


123ru.net — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 123ru.net.

Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.



Новости 24/7 Все города России




Загрузка...


Топ 10 новостей последнего часа






Персональные новости

123ru.net — ежедневник главных новостей Вашего города и Вашего региона. 123ru.net - новости в деталях, свежий, незамыленный образ событий дня, аналитика минувших событий, прогнозы на будущее и непредвзятый взгляд на настоящее, как всегда, оперативно, честно, без купюр и цензуры каждый час, семь дней в неделю, 24 часа в сутки. Ещё больше местных городских новостей Вашего города — на порталах News-Life.pro и News24.pro. Полная лента региональных новостей на этот час — здесь. Самые свежие и популярные публикации событий в России и в мире сегодня - в ТОП-100 и на сайте Russia24.pro. С 2017 года проект 123ru.net стал мультиязычным и расширил свою аудиторию в мировом пространстве. Теперь нас читает не только русскоязычная аудитория и жители бывшего СССР, но и весь современный мир. 123ru.net - мир новостей без границ и цензуры в режиме реального времени. Каждую минуту - 123 самые горячие новости из городов и регионов. С нами Вы никогда не пропустите главное. А самым главным во все века остаётся "время" - наше и Ваше (у каждого - оно своё). Время - бесценно! Берегите и цените время. Здесь и сейчас — знакомства на 123ru.net. . Разместить свою новость локально в любом городе (и даже, на любом языке мира) можно ежесекундно (совершенно бесплатно) с мгновенной публикацией (без цензуры и модерации) самостоятельно - здесь.



Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net