افغان کرکټر راشد خان: هیله لرم چې افغانستان کې دایمي سوله ټینګه شي
راشد خان ویلي، هیله لري او دعا کوي چې په افغانستان کې دایمي سوله ټینګه شي او پرمختګ ته لاره هواره شي.
تر دې څو ورځې مخکې راشدخان د افغانستان پر وضعیت د اندېښنې د څرګندولو ترڅنګ له نړیوالو غوښتنه کړې وه چې په روانه ګډوډۍ او جګړه کې افغانانو ته شا وانه ړوي.